۱۱

زمان ستانیزی

چی په تلین د تروږمی تمام جهان سی

زملولی زړه می ستا غم کی خزان سی

تا د هر لحظی زړه کی هسی ساتم

څو د یاد زما په زړه کی جاویدان سی 

ژوند د بدن په کالبد او د هیکل په قالب کی نشو تعریف کولی. که انسان ماهیتاً د خدای روح دی د تن په قالب کی او د خدای امر دی د قران په استناد چی وایی قل روح من امر ربی. نو ځکه د ژوند اصلی معنی د تسلسل تداوم دی. خو په دغه تسلسل کی موږ له پړاونو نه تېرېږم څو د خدای په وحدانیت کی داسی مدغم شو چی ځان را نه ورک شی او ځان مو ورک شی.

ددغی لاری مزل د خوب او رویا پړاونه وهی. په دغه مزل کی زه د شعر په ژبه د عبادت په رسم د ګُلی د سترګو طواف کوم:

د سترګو طواف

زه ستا دخیال د لاری مل وم، زما مسیر نه و 

لکه څپه یو سر غورځنګ وم خو بهیر نه و

قدم می هسی ستا په لاری بی پروا  کېښوده

په کی مجال د هیڅ تردید او د تأخیر نه و

شوم د رندانو میخانی ته ناببره ور پېښ

مریدان ناست و شا و خوا په کی یو پیر نه و

شوی می تر غوږ ستا د نامه د ترنم انګازی

په زړه می لیک شوی خو په ژبه می تقریر نه و

ستا بیلتانه سره می شپه سوه د خلوت پر پالنګ

سکوت کی نغښتی اندیښنی وی درد او ویر نه و

د خوب څپو کی ستا لقا لږ را څرګنده شوله 

عقل می بایلود نور سنجش او هیڅ تدبیر نه و

ویشتلئ زړه به می لا هسی ستا په غم کی و پروت

که د د ناز کتل بڼو لاندی په ځیر نه و

ومی نیوله ستا لمن د تمنا په لاسو

په التماس کی می هډو ریا و تزویر نه و

خوښ زنګېدم ستا د مشکینو زلفو ټال کی هسی

د لونګین په څېر د بل عطر او عبیر نه و

چی زما په غاړه ستا د زلفو سلسلی شوی جوړی 

ماته دا ستا له حلقی پرته بل زنځیر نه و

چی د سرکو شونډو پیاله د راته وړاندی کړله

زما بی درمانه رنځ ته بل دارو اکسیر نه و

د سترګو رپ کی را اوچت شوم ستا د خیال له خوبه

خو د رویا د رنګ او راز می څه تعبیر نه و

ویښ په حسرت کی می ژر پټی کړلی سترګی خو حیف

د رجعت هڅو  کی می پاته کوم تأثیر نه و

سترګو می ستا دمخ قبلی ته ډېر په هیله کتل

ځکه غیبت کی د جادو او کوم تسحیر نه و

له تصور نه می څېره ستا د سپین مخ و غوښته

خو ورسره ستا د ښایست ښکلی تصویر نه و

د زړه کعبه کی می تور داغ ستا د هجران ښکلاوه

چی په طواف کی یی اسباب نور د تکفیر نه و

په سجود پرېوتلم زه ستا د ابرو پر محراب

د مخ لمانځل د شو صواب په کی تقصیر نه و

که سمدلاسه د وژلی وای د وروځو په تیغ

نور به حاجت زما د وژنی د تفسیر نه و

د ستانیزی قلم شو ځکه ددی راز ویندوی

د عشق داستان ته یی بل کاتب د تقدیر نه و